پنټاګون یاد امریکا دفاع وزارت ویلي، د افغان ځواکونو د ظرفیت لوړولو لپاره یې ډېر وخت لګولی او اوس د همدې ځواکونو دنده ده. چې له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړي.
د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، امریکا غواړي دا پیغام افغانانو ته ورسوي، چې امریکا به په نوې بڼه له افغان حکومت او خلکو سره خپلو اړیکو او همکاریو ته دوام ورکړي.
جان کربي ویلي، په لوجستیکي، مالي او د هوایي ځواکونو تمویل او تجهیز برخه کې به له افغان دولت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.