د هرات نظامي شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له امنیتي ځواکونو د اغېزمنې ګټې اخیستنې او ملکي خلکو ته مرګ ژوبلې اوښتو د مخنیوي په موخه یې د کشک کهنه او زنده جان ولسوالیو مرکزونه نورو سیمو ته انتقال کړي دي.
مسؤولین ادعا کوي، چې پښتون زرغون ولسوالۍ کې یې ۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هرات ځایي مسؤولین وایي، د سلما بند ساتلو لپاره سیمه کې تازه دمي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.