په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې دیبورا لاینز ویلي، قطر او کابل کې یې د دواړو لورو له مشرانو سره پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
لاینز ویلي، په دې لیدنو کې یې ټینګار کړی،چې باید ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړل شي، شخړې پای ته ورسېږي او په بېړنۍ توګه دې دواړه لوري د خبرو مېز ته ستانه شي.
لاینز زیاته کړی، د افغانستان د سولې مذاکرات د ملګرو ملتونو له هر اړخیز ملاتړ برخمن دي، نو له همدې امله دواړو لورو ته په کار ده،چې رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي.
لاینز څو ورځې وړاندې دوحې ته تللې وه او هلته یې له طالبانو سره په خبرو کې د مذاکراتو پر دوام او بیا پیلېدو ټینګار کړی دی.
نوموړې ویلي، افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېږي او ښکیلې خواوې باید دا واقعیت درک کړي.