په تهران ناسته کې د طالبانو او افغان حکومت پلاوي په ۷ ماده یيزه اعلاميه کې ويلي، چې د جګړې پرځای به د سولې خبرو ته قوت ورکوي.
دا دوه ورځنۍ ناسته، چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت په کوربتوب جوړه شوې وه افغان پلاوي او طالبانو هوکړه کړې، چې ډېر ژر به په راتلونکې ناسته کې د اسلامي نظام او دايمي سولې په اړه خبرې وکړي.
د عامه تاسيساتو د ړنګولو او د ملکي تلفاتو په اړه هم دواړو خواو يو ډول نظر ورکړی او په وينا يې عاملين بايد په سزا ورسېږي.
د ايران د بهرنيو چارو وزرات د دې ناستې په پرانېسته کې ويلي، چې افغانان اوس کولی شي له بهرني فشار او مداخلې پرته د خپل راتلونکي په اړه تصميم ونيسي.