ځایي اوسېدونکي وایي، تېره ورځ د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ په بازار کې د هوایي برید پر مهال ۴ ملکیان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.
د رحمت الله په نوم یوه کس شمشاد ته وویل، چې په یاد برید کې یې د کورنۍ ۲ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
هغه وایي، هوایی برید هغه مهال وشو، چې د مستریانو یوه سرای ته د طالبانو رینجر موټر راوستل شو.
شاهین قول اردو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې یاد هوایی برید کې یې ۸ طالبان وژلي او هم یې د طالبانو ۲ موټربمونه له منځه وړي دي.
په ورته مهال شاهین قول اردو په یوه بله اعلامیه کې ویلي، چې د بلخ – جوزجان پر لویه لار یې په یوه هوایي برید کې د طالبانو کمربند له مځه وړی دی.
قول اردو ادعا کړې، چې یاد برید کې یې ۱۸ طالبان وژلي دي.
طالبانو تر دې مهاله د دغو دواړو پېښو په تړاو څه نه دي ویلي.