بدخشان ولایت کې ځايي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو هغو ښځو ته ګواښ کړی، چې په دولتي ادارو کې دندې ترسره کوي.
طالبانو له دغو ښځو غوښتي، چې نور دې دندې پرېږدي.
د دغه ولایت د بشري حقونو مشره عارفه نوید وایي، وسله والو طالبانو ویلي، چې نور ښځې نه شي کولی له سړیو سره یو ځای په دفترونو کې کار وکړي.
نوموړې وايي، د بدخشان ښځې د طالبانو د ګواښ له امله له ګڼو اندېښنو سره مخ شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.