د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادانوم وايي، ټوله نړۍ د کورونا وبا له امله د مړو شمېر له ۴میلیونه پورته شو.
بل پلو د اوسلو سولې څېړنیز انسټیټیوټ د اټکل له مخې، دا شمېره د ټولو هغو مړینو له کچې لوړه ده،چې له ۱۹۸۲م زېږدیز کال راهېسې په نړیوالو جګړو کې مړه شوي دي.
دا شمېره همدارنګه د مړینو له هغې کچې هم درې برابره لوړه ښوول شوې،چې هر کال په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوه.
د روغتیا سازمان د مالوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې بیا پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۸۵ میلیونو لوړ شوی.