د امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل عمر شینواري د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، افغان ځواکونو په وروستۍ یوه اوونۍ کې له وسله والو طالبانو۱۴ ولسوالۍ بېرته نیولي دي.
شینواری وايي، په همدې موده کې بیا له ۲ زره او ۳۰۰ ډېرر طالبان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
شینواري زیاته کړه:« وروستیو کې د هېواد په اوو ولایتونو کې په مجموعي ډول ۲۷۸ ګډ، مستقل، هوايي برېدونه او تصفیوي عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۲ زره ۳۶۷ تنه طالبان وژل شوي، ۱۴۱۲ نور ټپيان شوي او د داعش ډلې د ۸ غړو په ګډون ۱۸۲ نور نېول شوي دي. »
بادغیس، غور، لغمان، لوګر، کندهار، غزني، فراه، بلخ، سمنګان، هلمند، نېمروز، بدخشان، کندز او کابل هغه ولایتونه دي،چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په کې سختې نښتې شوي دي.
دفاع وزارت وایي، په تېره یوه شپه او ورځ کې په یادو ولایتونو کې ۲۳۹ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۵۷ ټپیان دي او ۲ نور نېول شوي دي.
شینواری بیاوایي، طالبانو بیا د یوې اوونۍ په لړ کې کې پنځه ځانمرګي بریدونه او ۷۰ بمي چاودنې کړي دي.
شینواری وايي:« طالبانو پنځه ځانمرګي برېدونه، ۷۰ بمې چاودنې او ۲۴ د ترور پېښې ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۴۳ تنه زموږ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۰ نور یې ټپيان کړي دي.»
خو طالبان بیا د افغان حکومت دغه ادعا ردوي او وایې، یوازې د چهار شنبې په شپه یې درې ولسوالۍ نېولي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« دا خبرې او اوازې هېڅوک نه مني،ځکه که دوی دومره بریالي وای او داسې تلفات یې اړولی شوی،بیا نو ولې هره ورځ ۵ یا ۶ والسوالۍ پریږدي. کومې والسوالۍ چې موږ نیولي دي، شمیر یې ۱۶۶ ته ورسید.»
په روانه جګړه کې دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا لري،خو دواړه خواوې د خپل لوري تلفات هغه ډول چې ادعا کېږي ردوي.
د وروستیو جګړو له امله زرګونه کورنۍ هم بېځایه شوي او دامهال له سخت حالت سره مخ دي.