امریکايي سناتور مېچ مکانل وایي، د جو بایډن ادارې افغانستان په جګړه کې ښکیل پرېښود او لا هم په کې ترهګرې ډلې فعالي دي،چې کولی شي ګواښونه جوړ کړي.
مکانل زیاته کړه، امریکا لا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه ګټلې نه وه، خو له دغه هېواد یې پښې سپکې کړې.
د مکانل په وینا،د سرتېرو د اېستلو تجربه په عراق کې ناکامه شوه او په افغانستان کې به یې هم پایلې مثبتې نه وي.
مکانل وايي، د ناټو متحدینو هم دا نه غوښتل،چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو په خبره یې د بایډن ادارې د سرتېرو د اېستلو په اړه د هېچا مشوره نه ده اورېدلې، له همدې امله به راتلونکي مسوولیتونه هم د دغې ادارې پر غاړه وي.