Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مدني ټولنې: د سولې مذاکراتو له بهیره باید عام ولس باخبره شي

admin by admin
2021/07/06

په کابل کې  د یو شمېر مدني ټولنو غړي راټول شوي او وایي، د تاوتریخوالي کمښت او د سولې ټینګښت  په موخه باید دواړه لوري هوکړې ته ورسېږي او د جګړې ادبیات ونه کاروي.

دوی طالبان د افغاني ټولنې حقیقت ګڼي او وړاندیز کوي،چې امریکا له ټول توان سره سره سوله او تفاهم کوي، نو افغان دولت دې هم سوله او تفاهم وکړي.

دوی زیاته کړه،چې د سولې او تفاهم لپاره لازمه ده،چې دواړه لوري  انعطاف وکړي او پر خپل دریځ ټینګار ونه لري.

مدني فعال ذبیح الله هلمندی وايي:« متاسفانه هغه څه چې اوس دوام لري، دا هېڅ یوه افغان ته د منلو وړ نه دي. دواړه اړخونه افغان حکومت او  طالبان باید  پر خپله پالیسي او کړنلاره کې تغیر راړوي.»

مدني فعال عبدالودود الفت وايي:« زموږ غوښتنې دا دي،چې د جګړې ښکیلې غاړې له هرڅه وړاندې باید عمومي اوربند  وکړي. دا تل پاتې سولې ته د رسېدو یوازنۍ لاره ده.»

د مدني خوځښتونو وړاندیز دا دی،چې خلک دې له مذاکراتو باخبره کړل شي او تاوتریخوالی دې کم شي.

دوی وایې  د مذاکراتو بهیر دې چټک شي، د سولې موانع دې لرې او د ښه نیت له مخې دې خبرې پیل شي.

دلته راغلي ګډونوال وړاندیز کوي،چې عامه لارې، جوماتونه، کلي او کورونه، ښوونځي او روغتونونه او نور عامه ځایونه دې د امن سیمو په نوم خوندي شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول
افغانستان

فبروري 9, 2026
خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو

ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست
فرهنگ او هنر

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست

فبروري 9, 2026
د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی

یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist