د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعیت په ټوله سیمه کې د ترینګلي کېدو پر لور روان دی.
هغه ویلي به دې منځ کې تر ټولو ستر بایلونکی هند دی، ځکه په افغانستان کې یې میلیونونه ډالر پانګونه وکړه او اوس افغانستان له خطر سره مخ دی.
عمران خان یو ځل بیا ویلي، دوی د افغانستان په اړه پر خپل دريځ ولاړ دي او هغه دا چې دلته شته ستونزه پوځي حل نه لري او دواړه لوري باید خبرو ته دوام ورکړي.