چارواکي وایې، د جولو په ټاپو کې یوه پوځي الوتکه لوېدلې، له امله یې ۱۷ کسان مړه شو يدي.
چارواکي وايي، په دې پېښه کې شااوخوا ۴۰ سرتیري ژغورل شوي او په خبره یې هڅې یې ګړندۍ کړي، ترڅو د الوتکې نورې سپرلۍ هم وژغوري.
د چارواکو په خبره، په دې پوځي الوتکه کې ټول ۹۲ تنه سپاره ول.
د پېښې دقیق لامل څرګند نه دی او په اړه یې څېړنې دوام لري.