د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي آستازي ضمیر کابلوف ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته امریکا نه شي کولی، چې خپل سرتېري په منځني ختیځ کې ځای پر ځای کړي.
ضمیر کابلوف ویلي، دوی په دې اړه مخکې له مخکې ځینې مسائل له امریکا سره شریک کړي دي او هیله لري، چې امریکا ورباندې غور وکړي.
کابلوف دغه راز ویلي، چې افغان حکومت او طالبانو تر اوسه خپلمنځي مسائل نه دي حل کړي، دوی به له نړیوالې ټولنې سره یو ځای په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، خو په خبره یې د افغانستان د راتلونکې نظام په اړه پرېکړه د افغانانو خپل کار دی.