د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، له کورونا وبا سره د تړلي تور فنګس ناروغۍ درې پېښې په کابل، بغلان او سمنګان ولایتونو کې موندل شوي دي.
مجروح وايي، دغه ناروغي ډېره ګواښوونکې او په خبره یې د مړینې کچه یې ۵۵ سلنه ده.
هعه زیاته کړه، که پر تور فنګس ناروغۍ د اخته کس ژر درملنه ونه شيي،په چټکۍ سره دماغ او مغز تر اغیزې لاندې نیسي او د مړینې لامل کېږي.
مجروح وايي:« دا ناروغۍ د ناروغ پر پوست، مغز او سترګو اغېزه کوي. متاسفانه دا ناروغۍ ډېره ژره خپرېږي. که چېرې ژر مداخله ونه شي، له پوستکي، دماغ ته، له دماغه مغز او سترګو ته خپرېږي.»
تبه، ټوخى، خوا ګرځېدل، پر خولې او پوزه تورې لکې او زړه بد والی د دې ناروغۍ عامې نښې دي او پر کورونا وبا ډېری اخته کسان د دې ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دي.
په ورته وخت کې مجروح وایي، لاهم د کورونا وبا ګواښ موجود دی او په وینا یې پیښې نه دي کمې شوي.
مجروح کابل، هرات، سمنګان، میدان وردګ،خوست، کونړ، کندز، ننګرهار او لغمان هغه ولایتونه یاد کړل،چې د کورونا وبا ګواښ په کې زیات دی.
دغه راز هغه وایې، په ایران کې د پنځمې څپې پیل او پاکستان کې د پیښو ډېرېدل هم افغانستان له ګواښ سره مخ کولای شي.
مجروح زیاته کړه:« بل ګواښ چې پیدا شوی دی، هغه دا دی، چې تر اوسه پورې موږ له درېیمې څپې خلاص نه یو. متاسفانه ایران کې پنځمه څپه پیل شوې، که څه هم پاکستان کې د کورونا وبا څلورمه څپه تائید شوې نه ده، خو پېښې په کې مخ پر زیاتېدو دي. موږ بیا دا ځل دوو خواو تر فشار لاندې واوسو. نو درېیمه څپه لا پر ځای ده، پنځمه څپه ایران کې پیل شوې او د پاکستان له خوا به هم ګواښ واوسي.»
له دې سره امریکا له افغانستان سره د درې میلیونه ډوزو واکسینو مرسته کړې،چې د اوونۍ تر پایه به هېواد ته راوړل شي او په نږدې راتلونکې کې به ۴۶۸ زره ډوزه مرسته شوي د کواکس واکسین هم عامې روغتیا وزارت ته په واک کې ورکړل شي.
د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، هېواد کې پر کورونا وبا د ا خته کسانو شمېر له ۱۲۳ زرو لوړ شوی، څه باندې ۷۲ زره کسات ترې بېرته روغ شوي او ۵ زره ۱۰۷ کسان ترې مړه شوي دي.
کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوه.
د امریکا متحده ایالتو د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۸۳ میلیونو لوړ شوی او له ۳.۹۷ میلیونه ډېر کسان ترې مړه شوي دي.