د غور ولایت لسګونه ښځینه اوسېدونکو د طالبانو پر ضد او د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ وسله پورته کړه.
د غور ولایت مقام وایي، دغه ښځې چې وسلې یې له ځان سره لرلې، نن سهار يې مرکز فېروز کوه ښار کې د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ او د وسله والو طالبانو خلاف لاریون وکړ.
مسوولین وایي، یادو ښځو ټینګار کړی، چې امنیتي لیکو کې د خپلو سرتېرو ترڅنګ درېږي او له هېواده دفاع کوي.