د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د امنيتي وضعيت په خرابېدو سره د يو شمېر هېوادونو کونسلګرۍ تړل شوي دي.
معتبرې سرچينې وايي،ترکيې ايران او پاکستان هېوادونو مزار کې د خپلو کونسلګريو چارې ځنډولي او خپل کار کوونکي يې کابل ته ور غوښتي دي.
د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي هم تاييدوي، چې د ځېنو کونسلګريو مسوولين او کار کوونکي له مزارشريف ښار څخه وتلي او د ويزو ورکړې چارې ټکنۍ شوي دي.
د معلوماتو له مخې، مزارشريف ښار کې د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او روسيې کونسلګريو هم افغانانو ته د سياحتي ويزو ورکړه بنده کړې ده.
بلخ کې د ازبکستان کونسل جعفر فتایوف هم تاييدوي، چې د لنډ وخت لپاره يې د سياحتي ويزو ورکړه بنده کړې ده.
په ورته مهال، مزارشريف کې د يو شمېر سياحتي شرکتونو مسوولين او د ويزو اخېستونکي وايي، چې له تېرو دوه اونيو راهيسې ډېری کونسلګريو د ويزو پر ورکړې بنديز لګولی دی.
له دې ټولو سره مزارشريف ښار کې د ازبکستان د کونسلګرۍ مسوولين ډاډ ورکوي، چې حيرتان بندر د سوداګرو او تجارتي توکو د لېږد رالېږد پر مخ پرانيستی دی.