د افغانستان په شمال کې د جګړو او نا امنیو له امله د نږدې شلو رسنیو فعالیت درېدلی او یوشمېر نورې بیا د طالبانو تر اغېز لاندې نشرات کوي.
دافغانستان آزادو رسنیوملاتړ بنسټ یا نۍ وایي، چې په وروستیو کې د دغو رسنیو فعالیت درېدلی او یا هم د طالبانو په خوښه نشرات ترسره کوي.
اطلاعات او کولتور وزارت هم مني، چې په ځینو سیمو کې د رسنیو پر فعالیت بندیز یا هم محدویتونه لګېدلي، خو وایي چې د نړیوالو بنسټونو سره هڅه کوي، چې خبریالان او رسنۍ خوندي کړي.
طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.