کندهار ښار کې نن سهار درې پرلپسې چاودنو یو پولیس افسر ټپي کړی.
لومړۍ چاودنه، شېبه وړاندې د کندهار ښار لسمې حوزې اړوند “شرکت مېوې” سیمه کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې، سیمې ته د پولیسو له رسېدو سره سم دوه نورې چاودنې هم شوي، چې له
امله یې یو پولیس افسر ټپي شوی دی.
تېره شپه هم د ښار اوومې حوزې اړوند سیمه کې د څو هغو ماینونو د نیول کېدو خبر ورکړل شوی و، چې د موټر په ټایرونو کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو.











