د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي وایي، تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو د څرخ ګرم اب، ډبر او د محمد آغې ولسوالۍ په زرغون ښار سیمو کې د وسله والو طالبانو خلاف عملیات ترسره کړي دي.
د احمدي په وینا، د عملیاتو پر مهال ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.
احمدي زیاتوي چې دغه راز تېره شپه کمانډو ځواکونو د خروار ولسوالۍ ماني بازار سیمه کې د طالبانو د وسلو پر یوه زیرمه هم چاپه وهلې او له دغې زیرمې یې څلور قبضې راکټ انداز، ۵۰ میله کلاشینکوفونه، یو میل کرينکوف، ۲۰ بوجۍ چاودېدونکي توکي، ۳۰ پايې مخابرې، ۱۰ تفنګچي ، 12 عرادې بېلابېل وسایط ۳ عرادې موټر سایکلونه ۳۰ زره فائیره بېلابېلې مرمۍ او د طالبانو ۵۰۰ بیرغونه تر لاسه کړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اده څه نه دي ویلي.











