د المپیک ملي کمېټې ویاند مجیب قاري زاده وایي، د سوک وهنې اسیا جام سیالیو په لومړۍ ورځ رامش رحماني د ٥٢ کیلو ګرامه وزن په درلودو سره وکولای شو،چې خپل فیلیپیني سیال ته ماتې ورکړي.
د قاري زیاده په وینا، د سیالیو په دویمه ورځ بیا حسیب الله ملک زاده خپل تاجکستاني سیال او سلطان محمد نعیمي په ۶۴ کیلوګرامه وزن کې خپل بحریني سیال مات کړل.
خو لیس الله عزیزي په ۶۰ کیلو ګرام وزن له خپل قرغزستاني سیال او سلیمان اسلمي ٧٥ کیلو ګرامه وزن کې له خپل ازبکستاني سیالانو ماتې وخوړې او بل پړاو ته له تلو پاتې شول.
د اسیا اتلولۍ سیالۍ په متحده عرب اماراتو کې روانې دي.
دا سیالۍ د مې میاشتې له ۲۱ تر ۳۱ پورې د ۳۴ اسيايي هېوادونو په ګډون ترسره کېږي.











