دفاع وزارت وايې، پرون شپه کومانډو ځواکونو د بغلان مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند «نوروزک» کلي کې د طالبانو پر زندان عملیات ترسره کړي، چې د ۳۶ پوځیانو په ګډون یې ۶۲ کسان ترې آزاد کړي دي.
یاد وزارت زیاته کړې،په دغو عملیاتو کې د زندان ۴ ساتونکي وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.











