د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن تېره ورځ اعلان کړی، چې هېواد به يې بيت المقدس کې خپله کونسلګري بيا پرانيزي.
راپورونه وايي، د واشنګټن په دې ګام سره به د اسرائيل او فلسطين اړيکې، چې د ټرمپ ادارې پر مهال خړې پړې شوې وې بيا تازه شي.
انټوني بلېنکن دا خبرې د فلسطين له مشر محمد عباس سره په ليدنه کې کړي، خو د يادې کونسلګرۍ د بيا پرانيستو دقيقې نېټې په اړه یې څه نه دي ويلي.
بلېنکن همدا راز ويلي، چې د اسرائيل او فلسطين ترمنځ رامنځته شوي اوربند څخه بايد ګټه پورته کړي او په راتلونکي کې د تاوتريخوالي مخه ونيسي.
امريکا هيله ښودلې، چې بيت المقدس کې د کونسلګرۍ په بيا پرانيستو سره به دغه هېواد سره خپلې اړيکې پراخې کړي











