د روغتیا وزارت وایې،د کورونا وبا پر نوې بڼې بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کسان اخته شوي.
د یاد وزارت مرستیال ویاند مېروس علیزي پر عامو خلکو نیوکه وکړه،چې روغتیايي سپارښتنې نه عملي کوي.
علیزی وایې،د وبا نوې بڼه ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو ده او په خبره یې، که روغتیايي سپارښتنې عملي نه شي،هېواد به له ناورین سره مخ شي.
علیزی وایي: « د کورونا وبا نوې بڼې پېښې په شااوخوا ۱۸ ولایتونو کې ثبت شوي دي. د عامې روغتیا وزارت له لورې چې په مرکزي لابراتورونو کې کوم جینوټایپينګ ترسره کېږي، تر اوسه پورې ۳۱۷ مثبتې پېښې په کې ثبت شوي.»
علیزي زیاته کړه،چې د تیرې میاشتې په پرتله شخصي او دولتي روغتونونو ته د شکمنو ناروغانو راتګ زیات شوی او اندېښنه یې وښووله،چې د ناروغانو شمېر مخ پر لوړېدو دی.
علیزی وایي: « که چېرې هېوادوال له روغتیا وزارت سره همکاري ونه کړي، ښايي حالت له دې هم ډېر خراب او مثبتې پېښې به ډېرې شي.»
په همدې حال کې د عامي روغتیا وزارت خبر ورکړ،چې چین ورسره ژمنه کړې، چې ډېر ژر به ورسره د ۷۰۰ زره ډوزه واکسینو مرسته وکړي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې،تر دې مهاله د یو میلیون ډوزه واکسینونو شااوخوا ۶۰۰ زره ډوزه واکسین خلکو ته تطبیق شوي او پاتي نور یې د تطبیق په حال کې دی.











