د میدان وردګو کوچیانو شورا استازي وايي،د علیپور ملیشو بیا د کوچیانو پر ځورولو لاس پورې کړی او په وینا یې چې پر وړاندې یې عملیات بریالي نه وو.
د میدان وردګو د کوچیانو شورا مشر امان الله احمدزی وایي:« څه موده وړاندې ملي اردو ځواکونه په علیپور پسې ورغلې وو او هغه له ساحې ځان ورک کړی وه، خو اوس بېرته راغلی او اوله حصه کې مېشت دی. اوس یې بیا پوستې جوړي کړي او وسلوال کسان ورسره شته. د اردو پرتله ډېر پر تجهیزاتو سمبال دي. »
ارګ دا موضوع په دفاع وزارت پورې تړي،خو دفاع وزارت بیا د علیپور پر وړاندې د عملیاتو په اړه له خبرو کولو ډډه کوي.
د میدان وردګو ولایتي اداره له میاشتو وروسته اوس هم پر عملیاتو ټينګار لري او وايي،د علیپور پر وړاندې عملیات لا پایته نه دي رسیدلي.
د میدان وردګو والي عبدالرحمن طارق وایي:« د علیپور پر وړاندې عملیات لاهم دوام لري او یو شمېر مرکزونه یې وېجاړ شوي. یو شمېر مهمات او وسایط یې د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي. افغان امنیتي ځواکونه اوس هم هلته دي. »
علپور یو ځل د ولسمشر د دویم مرستیال پر ضمانت خوشي شوی،خو بیا یې خپلسریو ته مخه کړه، اوس پوښتنه داده،چې د علیپور وروستیو کړنو او وسله والو فعالیتونو په اړه له چا باید وپوښتل شي.؟
د کوچیانو استازی ملا محمد تره خېل وایي:« له دویم مرستیال سرور دانش باید دا پوښتنه وشي، چې علیپور ستا پر ضمانت خوشې شوی، ولي یې بیا پر داسې کړنو لاس پورې کړی.»
د چارو شنونکی نواب امیرزوی وایي:« پاکستان او ایران غواړي، د داسې اشخاصو پر ځواکمن کولو سره مرکزي حکومت کمزوری کړي. »
کوچیانو خبرداری ورکړ، که د عليپور د ظلمونو مخه ونه نیول شي اړ دي،چې له ځانه دفاع او ساتنه وکړي.
د علیپور غیر مسوول وسله وال چې له کلونو راهیسې په میدان وردګو ولایت کې فعالیت کوي، له نېول کېدو او بېرته خوشي کېدو وروسته یې پر وړاندې پيل شوي عملیات هم تر د دې مهاله ناکام وو.
لپوځ د علیپور پر وړاندې هغه مهال عملیات پیل کړل،چې د افغان پوځ الوتکه یې نسکوره کړه او ناست سرتېري او پیلوټان یې په کې ووژ











