د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ پخواني قومندان جنرال جوزف ووټل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې د جګړې له ختمولو سره اړینه همکاري نه ده کړې او په دې برخه کې یې رښتینو هڅو ته اړتېا ده.
ووټل وایي،که پاکستان په رښتیا افغانستان کې د جګړو ختمول غواړي،نو تر هر څه وړاندې دې په پاکستان کې د طالبانو مرکزونه له منځه یوسي او د سولې په برخه کې دې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه همدا راز ویلي، پاکستان دې د طالبانو پر مشرانو فشارونه راولي،تر څو دوی سولې ته حاضر او له جګړو لاس پر سر شي.
دا په داسې حال کې ده،چې له وړاندې هم ګڼو امریکايي چارواکو پاکستان د طالبانو پر ملاتړ تورن کړی او ویلي یې وو،چې د سولې له پروسې سره رښتینې همکاري نه کوي.











