د امریکا او ناټو غړي هېوادونه اوس،چې افغانستان پرېږدي،یو شمېر شنونکي وایې، د دې پر ځای چې خپله افغان مسوول جهتونه د روانې کشالې د حل له پاره خپله خبره وکړي، لاهم د پردیو پر پرېکړو او نظریاتو باندې تکیه کوي.
د پوځي چارو شنونکی عتیق الله امرخېل وایې، تر دې دمه افغان مسوول چارواکي د افغانستان له پاره د خپلو پلانونو پر ځای د نړیوالو پر پرېکړو او نظریاتو باندې تکیه کوي.
امرخېل وایي:« نه په بهر کې د حکومت جوړولو افغانستان کې پایله ورکړه او نه به بهر کې خبرې کومه مثبته پایله ورکړي،تر هغې چې خپله افغانان پر دې پوه نه شي،چې دا خاوره او خلک د دوی دي، نه د امریکا، انګلیس، پاکستان او روسیې. دا هېواد که ورانوي یا یې جوړوي،همدا افغانان به وي.»
په افغانستان کې د روانې جګړې اصلي لامل د بهرنیو ځواکونو شتون بلل کېږي، چې له طالبانو سره د دوحې تړون له مخې امریکا د خپلو ځواکونو د وروستۍ جوپې په وتلو مصروفه ده،خو هم مهاله د سي ای اې پخواني مشر ډیویډ پټریوس ویلي، که افغان لوري په خپلو کې سره تفاهم ونه کړي، ښايي امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو له پرېکړې پر شاه شي.
په دوحه کې د افغان جهتونو له ټکنیو خبرو وروسته ملګرو ملتونو امریکا، ترکیې او قطر هڅې پیل کړې،چې د افغان لورو تر منځ سیاسي تفاهم رامنځته کړي.
د ولسي جرګې غړي وایي، افغان سیاسیون دې سرحد ته نه دي رسېدلي،چې د سولې او جګړې ابتکار په خپل لاس کې واخلي.
د ولسي جرګې غړی ګل احمد کمین وایي:« افغان سیاستوال تر اوسه پورې هغه حالت ته نه دي رسېدلي،چې د سولې او جګړې ابتکار په خپل لاس کې واخلي. تاسې ګورئ،چې له تېر یوه کال راهیسې د سولي خبرې روانې دي، خو پایله یې لا څرګنده نه ده.»
د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې څوارلس میاشتې پوره شوي،چې دواړه لوري لاهم د هوکړې د ډېرو موادو په پلي کولو بوخت دي،خو افغان لوري چې له شااوخوا یوه کال راهیسې پر مذاکراتو بوخت دي،خو تر اوسه پورې یې کومه مثبته پاېله نه ده ورکړې.











