د لغمان ولایت یوسل لس لوړ رتبه او ټیټ رتبه نظامیان د وظیفوي غفلت او نورو ناغېړیو په تور نیول شوي دي.
والي رحمت الله یارمل وایي، نیول شویو کسانو په دندو کې غفلت کړی او اوس مهال زندان کې دي.
د لغمان والي دغه راز زیاتوي چې په نیول شویو کسانو کې د لغمان ملي امنیت اپراتیفي مرستیال هم شامل دی.
لغمان کې بېګا جګړه د مرکز مهترلام تر دروازو رارسېدلی وه خو اوس چارواکي وایي، د مهترلام ښار په شاوخوا سيمو کې وضعيت د عادي کېدو په لوري روان دی.
سرچینې وایي، دا مهال جګړه په نسبي ډول کمه شوې او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
ورته مهال د لغمان وضعيت کابو کولو لپاره د دفاع وزارت سرپرست وزير ياسین ضياء، د ملي امنيت لومړی مرستيال عبادالله عباد او نور پوځي چارواکي له تازه دمو ځواکونو سره يو ځای دې ولايت ته رسېدلي او د جګړې رهبري کوي.
ځایي چارواکي وايي، د وسلوالو طالبانو پر ضد او د له لاسه وتلیو سيمو بېرته نيولو لپاره د ځمکې او هوا له لارې عملیات دوام لري.











