د سرچینو په وینا، د کندهار ولایت خاکرېز ولسوالۍ زیاتې برخې طالبانو نیولي او دغه راز یې د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ په ودانیو کې لسګونه سرتېري محاصره کړي دي.
ولسوالۍ کې محاصره شوي سرتېري وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې نه دي اکمال شوي او په وینا یې که مرسته ور ونه رسېږي، دوی به ژوندي ونیول شي او ولسوالۍ به سقوط وکړي.
د راپورونو له مخې، د کندهار خاکریېز ولسوالۍ کې د کوچني اختر له درې ورځني اوربند وروسته طالبانو سخته جګړه پیل کړې او له حکومتي ځواکونو یې د یادې ولسوالۍ ډېری سیمې نیولي دي.
تراوسه په دغې ولسوالۍ کې د پیل شویو جګړو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.











