د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، وسله والو طالبانو نن سهار د اوبې ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي، او جګړه لاهم روانه ده.
د فرهاد په وینا، طالبانو هڅه کوله چې یو شمېر سیمې له خپل واک لاندې راولي، خو بریالي نه شول.
نوموړی ډاډ ورکوي چې په یاده ولسوالۍ کې وضعیت د دوی د ځواکونو په کنټرول کې دی.
تراوسه د جګړو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.











