یو شمېر سرچینې وایي، امریکایان په یوه وخت له افغانستانه د وتلو او په سیمه کې د یوې نظامي اډې جوړولو په درشل کې دي.
د سرچینو په خبره، امریکا ته په مرکزي اسیا هېوادونو کې کوم هېواد ځای نه دی ورکړی، خو پاکستان کېدای شي د امریکا وروستی انتخاب وي. پاکستان هم په ظاهره د امریکا غوښتنه رد کړې ده. افغانستان ته د امریکا راتګ له پاکستان و، هغه هېواد چې علماوو یې روانه جګړه جهاد بللی دی.
تحلیل کوونکي وایي، پاکستان دا وړتیا لري چې امریکا له حضور څخه ګټه پورته کړي او افغانستان سیمه کې خپل ستراتیژیک عمق ته ورسیږي.
شنونکي دغه راز په دې باور دي چې پاکستان د امریکا د تګلارو پلي کېدونکی هېواد دی، پاکستان امریکا ته د سړې او اوس د ګرمې جګړې پرمهال ګته رسولې او اوس هم د همکاریو دوه اړخیز تړونونه لري.
تحلیل کونکي زیاتوي، پاکستان د ترهګرۍ پرضد د جګړې په پلمه له امریکا سلګونه میلونه ډالر مرستې هم اخیستي دي.
د تحلیل کونکو په وینا، په داسې مهال کې چې امریکا د پاکستان په خاور کې د نظامي اډو جوړولو په درشل کې دي، باور نه کېږي چې د پاکستان علماو دې په خپله خاوره کې د امریکا له حضور سره مخالفت اعلان کړي او هلته مېشتې سخت دریځې ډلې دې د دوی پرضد جګړې ته وهڅوي.
امریکایانو افغانستان کې د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو پرضد پوځي عملیات پاکستان کې له جېکم اباد څخه پلانول. د راپورونو پراساس، د ډیورنډ کرښې په غاړه کې اوسمهال عملا د اډو لپاره کار پیل شوی دی. د تحلیل کوونکو له نظره افغانانو د امریکا له حضور څخه سمه استفاده ونه کړه خو پاکستان کولای شي په سیمه کې د امریکا له حضور څخه ښه ګته پورته کړي او افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره د جګړې دوام جاري وساتي.
شنونکي زیاتوي: اوس به ولیدل شي چې د پاکستان حکومت او علما په دې هېواد کې د امریکا له حضور سره څه ډول چلند کوي، خو د اډو په ورکړې سره د پاکستاني عالمانو ټول هغه دریځونه ننګول کېږي چې افغانستان کې یې جګړه روا بللې او پاکستان کې یې له جګړې سره کلک مخالفت ښوولی دی.











