وروسته له هغې، چې د ايران په نطنز اټومي بټۍ بريد وشو دغه هېواد اعلان کړی، چې د اټومي تأسيساتو دفاع او خونديتوب لپاره يې يوه ځانګړې قطعه جوړه کړې ده.
د ايران د ملکي دفاعي ادارې مشر جنرال غلام رضاء جلالي ويلي، چې دغه قطعه يې د ملي امنيت عالي شورا له تصويب وروسته جوړه کړې ده.
جلالي مهر خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي چې په نطنز اټومي اډه بريد د ايران د امنيتي ادارو تر منځ د ښې همغږۍ نه شتون له امله شوی.
جلالي ياد اژانس ته منلې چې په ياده اډه د فضاء له لارې بريد نه دی شوی.
له دې وړاندې ايراني رسنيو ويلي و چې سپاه انقلاب اسلامي ځواکونه به د اټومي تأسيساتو د ساتنې چارې پر غاړه واخلي.
ايران داسې مهال د اټومي تأسيساتو د دفاع او خونديتوب قطعې د جوړېدو خبره کوي، چې د اسټريا په پلازمېنه وينا کې يې له څو اونيو راهيسې غيرې مستقيمې خبرې روانې کړې دي.











