هلمند کې په تېرو دوو ورځو کې د جګړو له امله د خلکو د غنمو څلور کروندې په بشپړ ډول سوځېدلي دي.
د غنمو دغه کروندې تېره شپه د عینک په سیمه کې د مرمیو لګېدو له امله سوځېدلي دي.
د هلمند کرنې ریاست وايي، تراوسه د جګړو له امله د ملکي وګړو څو جریبه ځمکه سوځېدلې چې خروارونه غم پکې د اور د لمبو ښکار شوي دي.
هلمند کې جګړې له یوې میاشتې راهیسې ګرمې شوي چې عامو خلکو ته یې درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي.











