د سیمې خلک وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه الیشنګ ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې پایله کې یې دوه امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته ولویدې.
د سیمې اوسېدونکي جګړه کې دواړه خواوو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.
له تېرې یوې اونۍ راهیسې په الیشنګ ولسوالۍ کې پنځلس لویو او کوچنیو امنیتي پوستو سقوط کړی دی.
کورنیو چارو وزارت په تازه اقدام کې بیا دغه ولایت ته سمونوال لطف الله کامران د الله داد فدايي پر ځای نوی امنیه قومندان ټاکلی دی.
.ولایتي مسؤلینو او طالبانو تراوسه د پوستو د سقوط په اړه څه نه دي ویلي











