سرچینې وايي، د نن ورځې لاریون کې د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمیعت ګوند او د محمد محقق په مشرۍ د وحدت ګوند یو شمېر پلویانو هم برخه اخیستې ده.
خو له دې وړاندې، تېره اونۍ د عطا محمد نور په مشرۍ د جمیعت ګوند بیا د فاریاب له نوي والي، محمد داود لغماني څخه خپل ملاتړ اعلان کړی و.
یو شمېر لاریون کوونکو د اتمې ورځې په لاریون کې د ترکستان په نوم بیرغونه له ځانونو سره لېږدول او هم یې کفن ته ورته لباسونه اغوستي وو.
لاریون کوونکو غوښتنه کوله چې حکومت دې محمد داود لغمانی د فاریاب له ولایته لرې کړي او پر ځای دې یو بل وړ کس دغه ولایت ته د والي په توګه وټاکي.











