د دغه هېواد ولسمشرۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سرپرست لومړي وزیر سربېره پارلمان کې اپوزوسیون هم د نوي حکومت لپاره اکثریت رایه و نه ګټله چې په پایله کې یې پارلمان لغوه شو.
نړېوال شنونکي وایي، دا چې نیپال د کویډ نولس له بحران کړېږي تازه سیاسي ناندرۍ به یې ستونزې لا ورزیاتې کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نویو ټاکنو لومړی پړاو به د نوامبر میاشتې په دولسمه او دویم پړاو به د همدې میاشتې په نولسمه نېټه ترسره شي.
هلته سیاسي ګوندونو تر اوسه په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ویل کیږي چې یاده پرېکړه د سرپرست لومړي وزیر په خوښه شوې ده.











