یو شمېر امریکایي سناتورانو او سیاستوالو د امریکا ولسمشر، جیو بایډن ته په یوه لیک کې لیکلي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو اغېز باید په ټولو برخو کې محسوس شي.
سناتورانو ویلي، د افغانستان پر جګړه هر کال میلیاردونه ډالر لګښت راځي، نو له همدې امله اړتیا ده چې د سرتېرو تر ایستلو وروسته د راتلونکي کال په بودیجه کې د پنټاګونو لپاره ځانګړې شوې بودیجه کې پام وړ کموالی راشي او نورې برخې پیاوړې شي.











