د پاکستان ځايي رسنیو خبر ور کړی چې د سوېلي سند ایالت په سکر ولسوالۍ کې د مسافر وړونکي بس موټر اوښتو پېښه کې ۱۳ کسان مړه شوي او دېرش نور ټپیان شوي دي.
د سکر ولسوالۍ د پولیسو مشر ویلي چې پېښه د هغه مساپر وړونکي بس د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې د کراچۍ بندري ښار ته یې کارګر لېږدول.
ځايي رسنیو د سرچینو په حواله ویلي چې پېښه د بس چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله را منځ ته شوې ده.
بلخوا بیا پولیسو ویلي چې د پېښې دقیق لامل څرګند نه دی او په اړه یې څېړنې پیل شوي دي.











