د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هېواد په شپاړس ولایتونو کې پوځي عملیات ترسره کړي دي.
د دفاع وزارت په وینا، یاد پوځي عملیات یې په کابل، ننګرهار، میدان وردګ، غزني، لوګر، خوست، زابل، کندهار، بادغیس، فراه، هرات، بلخ، کندز، هلمند، بادغیس او بغلان ولایتونو کې ترسره کړي دي.
دفاع وزارت زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال ۱۷۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.











