سیمه ییزو معتبرو سرچینو شمشاد ته وویل چې څو شیبې وړاندې د لښکرګاه ښار اړوند بشران سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې.
د سرچینو په وینا، چاودنه کې اته ملکیان وژل شوي، او څلور نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
حکومتي مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.











