د سیمې اوسېدونکي وايي چې امنیتي ځواکونو نن سهار له دغې ولسوالۍ څخه شاتګ کړی دی.
دوی وايي، افغان ځواکونو له جګړې پرته، د قومي مشرانو په منځګړیتوب دغه ولسوالۍ طالبانو ته پریښې ده.
ځايي سرچینې وايي چې سیمه کې ټول امنیتي سرتېري د ولسوالۍ اړوند د ملي اردو یوه پوځي مرکز ته ورټول شوي دي.











