وروسته له هغې چې چينايي درمل شمالي کوريا کې د يوه لوړ پوړي چارواکي د مړينې لامل شو، کېم جونګ اون د ياد هېواد پر درملو د بنديز لګولو حکم وکړ.
د “اين کې” په نوم د شمالي کوريا يوه ورځ پاڼه وايي، دغه لوړ پوړی چارواکی وروسته له هغه مړ شو، چې د چین جوړه يوه پيچکاري ورته تطبیق شوه.
یادې ورځ پاڼې ويلي، د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون دغې مړينې غصه کړی او ډېری لويو روغتونونو کې يې د چینايي درملو استعمال منع کړی دی.
د مړه شوي کوريايي وګړي نوم نه دی ښودلی شوی، خو ويل شوي چې ۶۰ کلن و او د دغه هېواد اقتصادي برخه کې يې زيات کار کړی و او کافي تجربه يې لرله.
کېم د چين د درملو د بنديز دا حکم داسې مهال کړی چې د دغه هېواد وګړي لاهم د خپل هېواد درملو په کيفيت بشپړ باور نه لري.











