د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګې لاوروف ویلي چې د ایران اټومي پروګرام او کوریا ټاپو د ستونزې تر څنګ یې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه له خپل امریکايي سیال، انټوني بلېنکن سره ګټورې خبرې کړې دي.
لاوروف له لیدنې وروسته رسنیو سره خبرو کې ویلي چې له خپل امریکايي سیال سره یې هوکړه کړې چې امریکا او روسیه به د سیمه ییزو شخړو د حل لپاره په ګډه کار کوي.
د لاروف په خبره، لیدنه کې د افغان سولې لپاره د ګډ او اغېزمن کار کولو پر لارو چارو هم خبرې وشوې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له غونډې وړاندې هم رسنیو ته ویلي و چې یاد موضوعات به د دواړو لورو د بحث مهم ټکي وي.











