د فاریاب لپاره نوی ټاکل شوی والي، محمد داود لغمانی وايي، د میمنې ښار سړکونو ته د لاریون په نوم له وسلو سره راوتلي کسان ټول ناقانونه وسله وال دي.
هغه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د هغو کسانو پر وړاندې قانوني اقدامات کوي چې عامه نظم او امنیت ګواښي.
داود لغماني سوله ییز لاریونونه د خلکو حق وباله، خو د وسلو نمایش او ګرځول یې قانون ماتونه وبلله.
والي وايي، حاضر دی له لاریون کوونکو سره د قانون په چوکاټ کې خبرې وکړي، خو زیاتوي چې د اعتراض کوونکو غیرقانوني غوښتنې به ونه منل شي.
د والي په خبره، خپلې چارې په منظمه توګه مخته وړي او ژر به یې خلک د مثبتو پایلو شاهدان واوسي.
په ورته وخت کې د جنبش ګوند اړوندو لاریون کوونکو میمنې ښار کې د ډېری دولتي ادارو دروازې تړلي دي.











