د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه لسمې ورځې ته وغځېده او د اسرائيلي پوځ په تازه هوايي بريدونو کې غزه کې شپږ تنه وژل شوي دي.
راپورونه وايي، تازه وژل شويو کسانو کې د حماس ډلې اړوند خبريال، يوسف ابو حسين هم شامل دی.
د فلسطين روغتيا وزارت چارواکي وايي، تر دې مهاله هلته ۲۲۷ کسان وژل شوي، چې ۶۴ يې ماشومان او ۳۸ نورې يې مېرمنې دي.
د دغې لس ورځنۍ جګړې پر مهال ۱۶ سوو څخه زيات فلسطینیان ټپيان شوي او نږدې شپږ زره نور خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
ملګرو ملتونو او امريکايي ولسمشر بيا پر دواړو لورو غږ کړی، چې د تاوتريخوالي کچه کمه کړي او اوربند ته غاړه کېږدي.











