امریکایي رسنیو د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر، جنرال مارک مېلي له قوله ویلي چې له ناټو او اروپايي ټولنې سره یې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت پر خوندي کولو او راتلونکو اقداماتو خبرې کړې دي.
راپورونه وایي، دغه هوايي ډګر د ډيپلوماتیکو اړیکو او تګ راتګ لپاره خورا مهم دی او اروپايي هېوادونه له خپلو سفارتونو سره د همدې هوايي ډګر له لارې په اړیکه کې دي.
جنرال مېلي نه ده په داګه کړې چې د دغه هوایي ډګر د امنیت خوندیتوب لپاره به سرتېري ځای پر ځای کړي او که نور اقدامات به ترسه.
اوسمهال افغانستان کې د هوايي ډګرونو او هوايي حریم کنټرول له افغان حکومت سره دی او د خوندي ساتلو بشپړه وړتیا یې لري.











