د میانمار حقوقي ډلې وايي، دغه هېواد کې د نظامي کودتا له پيل راهيسې د امنيتي ځواکونو په بريدونو کې لږ تر لږه ۸ سوه کسان وژل شوي دي.
د حقوقي ډلو په وینا، د کودتا له پيل راهيسې همدا راز له ۴۱۲۰ څخه زیات کسانو نيول شوي هم دي، چې ۲۰ تنو ته يې مرګ سزا اورول شوې ده.
د راپورونو له مخې د کودتا له پيله تر دې دمه لسګونه امنيتي ځواکونه هم د لاريونونو پر مهال وژل شوي.
دغه هېواد کې وروسته له هغې لاريونونه پيل شول چې د پوځ مشر د ولسواکې ملي ټولنې مشره آنګ سان سوچي او ولسمشر په ګډون ګڼ شمېر حکومتي چارواکي د يوې کودتا په ترڅ کې ونيول.











