د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا کانګرس ته په خپلو خبرو کې ویلي چې دا ګنګوسې بې ځایه دي چې ګواکي د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان پوځ له ماتې سره مخ شي.
د خلیلزاد په خبره، افغان پوځ پیاوړی دی او د نړیوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره لري.
نوموړي د طالبانو له لوري جګړو ته په اشارې ویلي چې دغه ډله د خپل پایښت لپاره یوازې یوه لار لري او هغه هم دا ده چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
د هغه په وینا، که طالبان جګړو ته دوام ورکړي او د جګړو له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي، د نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو له بندیزونو او انزوا سره به مخ شي.
هغه همدا راز پر هغو هېوادونو چې پر طالبانو نفوذ لري غږ کړی څو یاده ډله سمې لارې ته وهڅوي.
خلیلزاد زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې د تلپاتې ثبات د راوستو لپاره هڅه کوي او له هرې ممکنې لارې په دې لټه کې دي چې دلته روانه جګړه ختمه شي.
د امریکا د کانګرس غړو هم ټینګار کړی چې باید طالبان له جګړو را وګرځول شي او د سولې لپاره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.











