ارگ وایي، ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د بین المللي جرمونو محکمې (ICC) څارنوال سره د افغانستان مذاکره کوونکي پلاوي سره کتلي دي.
ارګ زیاتوي: «د دغې کتنې په پیل کې مذاکره کوونکي پلاوي د افغانستان حکومت له لوري د ځینو دوسیو له ارزونې سره د بین المللي جرمونو محکمې د هوکړې او د راتلونکو اقداماتو په اړه د بین المللي جرمونو محکمې څارنوال سره د خپلو ناستو راپور وړاندې کړ.»
په دغه کتنه کې دغه راز ولسمشر ویلي: «د ملي او بین المللي جرمي دوسیو د ارزونې لپاره د عدلي او قضایي ارګانونو ظرفیت باید لوړ او عدلي او قضايي ارګانونه دې په دې برخه کې خپله همغږي زیاته کړي.»
ولسمشر زیاته کړې: «باید د بین المللي جرمونو محکمې سره همکاري دوام وکړي. تر دې وروسته به بشري جنایتونه اوپر خلکو تروریستي بریدونه له تعقیب پرته پاتې نشي او د لوګر پل علم او د دشت برچي پر سید الشهدا لېسې د تروریستي بریدونو په څېر بشري جنایتونه د افغانستان حکومت د بین المللي جرمونو محکمې په همکارۍ بې ځوابه نه پرېږدي او عاملین یې محاکمه کوي.»











