د حزب اسلامي شوراګانو اتحاد مشر، جمعه خان همدرد وايي چې د سولې لپاره رامنځته شوي فرصت څخه دې سمه او مثبته استفاده وشي.
نوموړي چې د بلخ ولایت ځوانانو سره یې مزار شریف ښار کې د سولې په اړه خبرې کولې وویل، د افغانستان عام ولسونه خپل منځ کې هېڅ ستونزه نه لري.
همدرد دغه راز ویلي چې د افغانستان د د جګړې او سولې پروسه د یو شمېر محدودو کسانو په لاس کې ده او که هغوی وغواړي روانه جګړه پای ته رسېدلی شي.
د شوراګانو اتحاد مشر پر روانې جګړه او افغان وژنې د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ویلي چې افغانان نور له جګړې ستړي شوي او د سولې غوښتونکي دي.
نوموړي دغه راز په ټولو خواوو غږ وکړ چې د سولې پروسه کې دې ملي ګتې په نظر کې ونیسي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره په ریښتوني ډول هڅې وکړي.











