اسراییلو وروسته له هغه د لبنان پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي چې له دغه هېواد څخه پر اسراییلو راکټي بریدونه وشول.
اسراییلي پوځ ویلي چې د دوی پر خاوره توغول شوي شپږ راکټونه یې خاورې ته نه دي رسېدلي دي.
بلخوا بیا لبناني چارواکو هم پېښه تایید کړې او وایي چې اسرایلو یې په ځواب کې ۲۲ راکټونه پر لبنان توغولي دي.
د لبنان امنیتي سرچینې وایي، هڅه کوي چې د دوی له خاورې پر اسرایلو د توغول شویو راکټونو سرچینه پیدا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اسرایلو په غزه کې د روغتیا وزارت، سره صلیب او دغه راز د نړیوالو رسنیو ودانیانې ویشتلي دي.
د غزې روغتیایي چارواکو ویلي چې په دې بریدونو کې د یاد وزارت ودانۍ سخته تخریب شوې او څو کسانو او روغتیایي چارواکو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې.
د اسرایلو او فلسطین تر منځ جګړې نن نهمې ورځې ته دننه شوې چې تر اوسه په کې له ۱۲۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او له ۱۴۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.
دې جګړې اسرایلو کې هم لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.











